د خزاینو لوی ریاست دوولس کسیز پلاوي د لوگر او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ
![خبر](/sites/default/files/2023-09/d2_2.jpg)
د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست یوه (۱۲) کسیز تخنیکي پلاوي، چي مشري ئې د افغانستان د مالي مدیریت معلوماتي سیسټم (آفمیس) رئیس ستارالدین معتصم او د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده کوله، د لوگر او پکتیا ولایت د مستوفیتونو د مالي چارو د کره او هر اړ خیزي ارزوني په موخه یادو ولایتونو ته سفر وکړ.
له دغه سفر څخه د نوموړي پلاوي موخه د دواړو ولایتونو د مستوفیتونو د مالي آمریتونو د چارو کتنه او ارزونه، د کارکوونکو روزنه، د بې ځایه لگښتونو او بیروکراسۍ له منځه وړل، د مستوفیتونو او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړي کول، په اداري کړنو کي د روڼتیا او لا ښه والي رامنځته کول، د اوږدو پروسو لنډول، دقیق او پر خپل وخت سره د حسابونو تصفیه، د نوي نقدي او جنسي محاسبې د تعلیماتنامې اړوند نظریات راټولول او په مستوفیتونو کي د کارکوونکو او مراجعینو د ستونزو اورېدل او حلول وه.
![خبر](/sites/default/files/inline-images/d1_18.jpg)
همدا راز د مستوفیتونو د مالي آمرینو لخوا د مستوفیتونو د مالي چارو په تړاو د ټولو اوسنیو پروسو په اړه پرزینټېشنونه وړاندي سول، چي د تخنیکي همکارانو له لوري ئې ستونزي او نیمگړتیاوي په گوته او ستونزو ته د حل لارو برابرولو ژمنه ترسره سوه.