د غارو تنګي د تېلو ټانک ځمکه له غصب څخه خلاصه سوه
![خبر](/sites/default/files/2023-10/l1.jpg)
د غارو تنګي د تېلو ټانک ( ۲۰۰۰) متره مربع موازي ځمکه، چي په ( ۱۳۷۵ل) کال کي د افغانستان اسلامي امارت د سرپرستي شورا د پرېکړي پر اساس د پلچرخي غارو تنګي په سیمه کي د پمپ سټېشن جوړولو لپاره د کابل ښاروالۍ څخه پېرودل سوې او د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت ته سپارل سوې وه.
له یوې دورې فعالیت وروسته، دغه ټانک د ملاتره خېل له لوري غصب او پر دغه ځمکه ئې خپل کاري دفتر آباد کړ.
اوس د تېلو دغه ټانک له اتلسو کلونو وروسته بيرته د نفتو او ګازو دولتي شرکت ته وسپارل سو.