د مالیې وزارت د اداري او پالیسي معینیتونو لپاره نوي معینان معرفي سول

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۸:۱۲
خبر

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر بنسټ د مالیې وزارت د اداري او پالیسي معینیتونو لپاره نوي معینان، د چارو اداري د امارتي چارو د انسجام د مرستیال، محترم مولوي سیف الدین تائب له لوري، د مالیې د وزیر محترم الحاج ملا محمد ناصر اخوند او یو شمېر نورو لوړ پوړو مسؤلینو په حضور کي، په رسمي توګه معرفي سول.
الحاج انجنیر سلطان محمد زبیر، چي له دې وړاندي ئې د مالیې وزارت د دفتر د لوی رئیس په توګه دنده ترسره کوله، د پالیسۍ د معین په توګه، او مفتي عبدالصمد حقاني، چي له دې وړاندي د حقوقي مجلس رئیس وو، د اداري معین په توګه معرفي سول.

خبر

په همدې تړاو د مالیې وزارت په خیبر سالون کي جوړه سوې غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه او ورپسې د چارو ادارې د امارتي ادارو د انسجام مرستیال ښاغلي مولوي سیف الدین تائب خبري وکړې او وئې ویل، چي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر بنسټ د مالیې وزرات دوه رئیسان، چي د ښې کاري تجربې څخه برخمن دي، د دې وزارت د اداري او پالیسۍ چارو د معینانو په توګه وګومارل سول. ښاغلي تائب څرګنده کړه، چي په نظام کي ټولي پرېکړي د لازم لزوم دید، اداري مصلحتونو پر بنسټ، په پوره دقت او بشپړ استقلالیت سره د نظام او ولس په خیر ترسره کېږي.
د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند وویل، چي مسؤلیت امتیاز نه؛ بلکي یو دروند بار دئ، چي د خوشحالېدو پر ځای ئې باید په ښه توګه پرمخ وړلو له الله(ج) څخه مرسته وغوښتل سي.
محترم ملا محمد ناصر اخوند زیاته کړه، چي د مالیې وزارت (۱) میلیون او (۴۵) زره هیوادوالو ته معاشونه اجرأ کوي، چي دا یو دروند مسؤلیت دئ، چي ټول کارکوونکي باید خپلي دندي په پوره اخلاص او امانتدارۍ سره مخته یوسي، تر څو هم د ولس او هم د الله تعالی د رضایت سبب وګرځي.
د مالیې وزارت پخواني اداري معین مولوي حمدالله زاهد په ادارو کي د اشخاصو بدلونونه د یوې با ثباته ادارې په رامنځته کولو کي مهم وبلل او تر څنګ ئې د مسؤلینو له لوري د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته په لومړیتوب ورکولو ټینګار وکړ. ښاغلي زاهد څرګنده کړه، چي د یو کشر په حیث به د نویو مسؤلینو سره په اړونده برخه کي هر وخت، په پوره اخلاص سره همکارۍ ته تیار وي.
د مالیې وزارت د پالیسۍ نوي معین الحاج انجنیر سلطان محمد زبیر د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه د سپارل سوي مسؤلیت له امله د منني ترڅنګ وویل، چي د پالیسۍ د معین په توګه ټاکل ورته امتیاز نه؛ بلکی دروند مسؤلیت دئ،
ښاغلي زبیر ټینګار وکړ، چي په ټول قوت او اخلاص سره به هڅه کوي، چي ور سپارل سوی مسؤلیت په ښه ډول مخته یوسي او په دې برخه کي د ټولو مسؤلینو او تخنیکي کارکوونکو څخه په اخلاص سره د مثبتو نطرونو شریکولو، ملاتړ او همکارۍ غوښتونکی سو.
نوموړي همدا راز یادونه وکړه، چي د پالیسۍ د معین په توګه به ئې د لومړیتوبونو څخه دا وي، چي له ټولو سکټوري وزارتونو سره د څرګندي پالیسۍ توازون را منځته کړي او په دې برخه کي به ضروري اقدامات ترسره کوي.
د اداري معینیت لپاره ټاکل سوي معین مفتي عبدالصمد حقاني، په نظام کي د مالیې وزارت د لوړ اهمیت د بیانولو تر څنګ وویل، چي په اداره کي د اشخاصو بدلون یو اصل دئ، چي دا اصل د ادارو د لا پرمختګ سبب ګرځي. ښاغلی حقاني زیاته کړه، چي سپارل سوی مسولیت به په پوره امانتدارۍ سره مخ ته وړي او له ټولو مسؤلینو څخه ئي په دې برخه کي د ملاتړ او رغنده همکارۍ غوښتنه وکړه.

خبر

غونډه د المپیک د ملي کمېټې د رئیس محترم مولوي احمد الله وثیق له لوري د دعایي په لوستلو سره پای ته ورسېده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۵:۴۳
Background image

د نیمروز په ګمرک کي د پراخي اور لګېدني مخه ونیول سوه!

پرون مازیګر مهال د نیمروز ولایت په ګمرک کي له ملایي (قیماق) څخه بار په یو یخچالي موټر کي د بریښنایي سیسټم د شارټي له امله اور لګېدنه رامنځته سوه، چي د ګمرک او اړوندو ادارو د کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۵:۳۳
Background image

د ۱۴۰۳ مالي کال عوایدي هدف ته د رسېدو پر څرنګوالي خبري وسوې!

د مالیې وزارت د عوایدو د لوی رئیس مولوي حافظ شاه حسین حسیني په مشرۍ جوړه سوې غونډه کي، د روان (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال عوایدي هدف ته د رسېدو پر څرنګوالي، پر حقیقي اشخاصو باندي د انتفاعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۰:۵۳
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مسؤلینو سره پر مالي او عایداتي مسایلو خبري وسوې!

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر او د غیرمالیاتي عوایدو رئیس امان الله امین، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري چارو لوی رئیس محمد هاشم عمري او. . .

BACK TO NEWS