د هیواد په ختیځ زون کي د افغان طیور دولتي شرکت مهمه څانګه پرانیستل سوه

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۴:۵
خبر

د افغان طیور دولتي شرکت بنسټیز فعالیت له دریو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره بیا پیل سوی، چي د دغه شرکت د فعالیتونو یوه مهمه څانګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کي، د دولتي شرکتونو لوی رئیس عبدالحمید اخوندزاده او د ختیځ زون اړوند مسؤلینو په حضور کي پرانیستل سوه.
د دولتي شرکتونو لوی رئیس محترم اخوندزاده د دغه شرکت د پرانیستي په مراسمو کي وویل، چي د دولتي شرکتونو لوی ریاست د رهبرۍ پلاوي د مالیې وزارت له مشرتابه سره په همکارۍ او همغږۍ هوډ لري، چي په تدریجي ډول ټول دولتي شرکتونه بیاځلي فعال او د ملي بودیجې د پیاوړتیا لپاره ئې په یوې نوي عایداتي سرچینې واړوي. هغه زیاته کړه، خوښ یم، چي د دولتي شرکتو د بیا ځلي فعالېدو په لړۍ کي نن د هېواد په ختیځ زون کي د افغان طیور دولتي شرکت د بنسټیزو فعالیتونو یوه مهمه څانګه پرانیزو. د شرکت د فعالیتونو پرانیستل به له موږ سره مرسته وکړي، چي د چرګانو د غوښي، هګیو، خوراکي توکو او د چرګانو د غوښي د محصولاتو د تولید او عرضه کولو په برخه کي ځان بسیایني ته ورسېږو او د بازار غوښتني له دې لاري پوره کړو. موږ هڅه کوو، چي په نږدې راتلونکي کي د افغان طیور شرکت فعالیتونه د هیواد په ټولو زونونو کي پراخ کړو. زموږ موخه دا ده، چي د دغه شرکت د فعالیتونو د پراختیا له لاري په ټول افغانستان کي د ټولیزو خدمتونو وړاندي کولو له لاري د چورګوړو د روزني او تولید ترڅنګ د فرمولاسیون او خوراکي توکو پروسيس او د لومړۍ درجې محصولاتو په وړاندي کولو سره پېرېدونکو ته ډاډ ورکړو.
په هیواد کي د جګړو او بدلونونو له پیل سره سم، د دې شرکت ټول بنسټیز فعالیتونه ودرول سول او دې شرکت په عمل کي هیڅ ډول سوداګریز فعالیت نه درلود. په هيواد کي له وروستیو بدلونونو وروسته د لومړي ځل لپاره دغه شرکت خپل سوداګریز فعالیتونه بیا پیل کړل.
اوس مهال دغه شرکت د چرګانو د کیفیت لرونکو نژادونو د پالني او چورګوړو د تولید، د حیواني خوړو تولید او تغذیې، د چرګانو له پالنې ملاتړ، پروسیس او بسته بندۍ، توزیع، صادراتو، څېړني او پراختیا په برخو کي کار پیل کړي او موخه ئې دا ده، چي شرکت د هیواد د صلاحیت لرونکو چارواکو سره په همکارۍ او همغږۍ د بازار د اړتیاوو د عرضه کولو په لړ کي معیاري خدمتونه وړاندي کړي، د خپلي دوراني پانګي څخه په ګټه اخیستني سره د شرکت بنسټیز فعالیتونه پراخ کړي او د عوایدو او کار پیدا کولو په برخه کي هیواد ته خدمت وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS