د نړیوال بانک له لوري د پراختیایي تمویلېدونکو پروژو د بررسۍ ناسته مالیه وزارت کې جوړه شوه

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۲ - ۱۵:۵
د نړیوال بانک له لوري د پراختیایي تمویلېدونکو پروژو د بررسۍ ناسته مالیه وزارت کې جوړه شوه

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، په مشرۍ د نړیوال بانک له لوري د پراختیایي تمویلېدونکو پروژو د بررسۍ ناسته نن د کب میاشتې په ۱۲ مه نېټه مالیه وزارت کې د کلیو پراختیا او مخابراتو وزیرانو، د اوبو او برېښنا، لوړو زده کړو، سرپرست وزیرانو، د پوهنې وزارت مرستیال، د تخنیکي تعلیماتو رئیس، د اوسپنیزې پټلۍ ادارې رئیس، د کابل ښاروالۍ بېلابېلو ارګانونو، د اداري اصلاحاتو کمېسیون، د ښار جوړونې او اراضي وزارت، عامې روغتیا وزارت او نورو ادارو د استازو په ګډون، چې له نړیوال بانک څخه د پراختیایي پروژو لپاره مرسته ترلاسه کوي، جوړه شوه.

جلسه بررسی پروژه های انکشافی که از طریق بانک جهانی تمویل میگردد، در وزارت مالیه دایر گردید

په دې ناسته کې وزارتونو او خپلواکو ادارو د پراختیایي پروژو پلي کولو په وړاندې د شته ستونزو په تړاو د نظرونو تبادله وکړه او د پروژو د حل لارې په څرنګوالې او د پروژو د اغېز په زیاتېدو ټینګار وشو.

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي قیومي، وویل، چې وزارتونه او خپلواکې ادارې دي له دې وروسته ترلاسه شوې مرستې په هغو پروژو ولګوي، چې تولیدي وي او د حکومت لپاره عواید ولري. نوموړي زیاته کړه، په عوایدي سیمو کې د دې پروژو په پلي کولو سره کولی شو تدریجي ځان بسیاینې او پایدارې اقتصادي ودې ته ورسېږو.

همدا شان د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، هغه پروژو چې د نړیوال بانک له لوري تموېلېږي، باید په ربعواره بڼه بررسي شي، څو د پروژو پلي کولو بهیر چټک شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۶:۱۸
Background image

له مالیې وزارت څخه د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي د محصلینو علمي لیدنه

د غویي۱۶مه۱۴۰۵ هـ.ل
د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي محصلینو، د یو شمېر استادانو په ملتیا د «علمي سیر» تر عنوان لاندي له مالیې وزارت څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې موخه د دې وزارت له بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ یوولسمه ناسته وشوه

د غویي۱۵مه١٤٠٥ هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د اداري چارو د یوشان پرمخ. . .

BACK TO NEWS