د کندهار ګمرک په پارکینګ او اړوندو سیمو کي د جغل اچولو پروژه پیل سوه!

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا محمد ناصر اخوند د کندهار ګمرک په پارکینګ او اړوندو سیمو کي د جغل اچوني پروژې د پیل په غونډ کي ګډون وکړ او د (۲۵.۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د دغي پروژې پرانیستنه ئې وکړه.
په دغو مراسمو کي د کندهار د والي مرستیال ښاغلي حیات الله مبارک، د کندهار د ګمرک رئیس او د یو شمېر سیمه ییزو ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په دې پروژه کي به د کندهار ګمرک اړوند (۳۰) جریبه سیمه کي جغل اچونه وسي، چي د دې چاري په ترسره کېدو سره به په یاد ګمرک کي د بار وړونکو موټرونو د تګ - راتګ او د سوداګریزو مالونو د تشرېح په برخه کي د سوداګرو او موټر چلوونکو لپاره اسانتیاوي رامنځته سي.
د یادې پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چي چاري به ئې تر راتلونکو دریو میاشتو پوري بشپړي سي.