د کورنۍ پلټني پلاوي یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ !

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۶:۳۸
...........

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست اړوند د عوایدو او ګمرکونو پلټني د رئيس مولوي فضل الرحمن فضلي په مشرۍ یوه پلاوي، چي د دې ریاست د بودیجې او خزاینو د پلټني ریاست رئیس مولوي سید احمدالله حقاني ئې ملتیا کوله د پلټني سپارښتنو د پلي کولو تعقیب (Audit Follow-up) په موخه کندهار، فراه، نیمروز، هلمند، غور او هرات ولایتونو ته سفر وکړ.

د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د سفر پر مهال د یادو ولایتونو له ګمرکونو او مستوفیتونو څخه لیدنه وکړه او د تېرو پلټنو په ترڅ کي د پلټونکو له لوري د ورکړل سوو اصلاحي سپارښتنو د پلي کولو څرنګوالی ئې تعقیب کړ. د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د یادو ادارو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چي د پلټني د اغېزمنتوب او چارو د سمون په موخه د پلټني سپارښتني په ټاکلي موده کي پلي کړي او راپور ئې له مرکز سره شریک کړي.

د کورنۍ پلټنې لوی ریاست ژمن دئ، چي د پلټني د چارو د اغېزمنتیا په موخه د پلټونکو له لوري اړوندو ادارو ته ورکړل سوي سپارښتني په منظمه او پرلپسې توګه تعقیب کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS