د ګمرکي عوارضو نوی لارښود ترتیب او د مالیې وزارت مقام له لوري منظور سو
![...........](/sites/default/files/2024-01/46_0.jpg)
د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته اسانتیاوي رامنځته کولو، د بيروکراسۍ ختمولو او یو لړ مثبتو بدلونونو رامنځته کولو په موخه د ګمرکي عوارضو نوی لارښود په پنځو مادو، پښتو او دری نسخو کي چمتو او د مالیې وزارت مقام له منظورۍ وروسته د هیواد ټولو ګمرکونو ته تکثیر سو.
دا چي په ګمرکي فیسونو او عوارضو کي یو لړ بدلونونه راغلي ول د ګمرکونو لوی ریاست په ټولو ګمرکونو کي د یو شان اجراآتو په موخه پخوانی لارښود لغوه کړ او پر ځای ئې نوی لارښود ترتیب کړ، چي له دې وروسته به د اجراء وړ وي.
په مخکني لارښود کي خدماتي فیسونه او د نورو امارتي ادارو فیسونه، چي د ګمرکونو له لوري اخیستل کېدل او همدا رنګه د سیسټم او عوایدي کوډونه نه ول لیکل سوي؛ خو په دې نوي لارښود کي د ګمرکي ادارو او سوداګرو د لا ښه پوهاوي او د اسانتیا رامنځته کولو په موخه فیسونه او ګمرکي عوارض په څلورو برخو (واردات، صادرات، ټرانزیټ او متفرقه) وېشل سوي او په واضح ډول لیکل سوي دي.
د ګمرکي عوارضو د نوي لارښود پښتو او دری نسخې د لاندي لینکونو له لاري کتلی سئ.
پښتو لینک: https://customs.mof.gov.af/?s=pashto&c=customs-guidance-ps
دری لینک:: https://customs.mof.gov.af/?s=dari&c=customs-guidance-dr