مالیې وزارت د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ونمانځله

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۵
د ښځو نړیواله ورځ

مالیې وزارت نن د کب میاشتې په ۱۸ مه نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ د دې وزارت په خیبرهال کې ونمانځله.

په دې مراسمو کې چې د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیالې اغلی ناهید سرابي، د عوایدو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي، د مالیې وزارت د اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي محمد خان دانشجو او د یاد وزارت یو شمېر نورو رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړې وو.

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ یې د هیواد او نړۍ ټولو ښځو په ځانګړې ټوګه د مالیې وزارت ښځینه کارکوونکو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه: د مالیې وزارت د رهبرۍ او مدیریت په کچه د ښځو فعاله رول د دې ښودنه کوي چې د دې وزارت رهبرۍ د ښځو د وړتیا لوړو او ودې څخه په جدیت سره ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه : د معینیت له کچې نیولې بیا د مالیې وزارت تر ټیټې کچې د ۷۱۵ تنه ښځینه کارکوونکو ګمارنه، د تېرو کلونو په پرته زموږ لپاره د پام وړ او هیله بښونکی رقم دی.

ښاغلي قیومي وویل: له دې ټولو پرمختګونو سره سره د ښځو څخه زموږ ملاتړ بسنده نه کوي او موږ قوي هوډ لرو چې له یوې خوا په مدیریتي او تخنیکي برخو کې اوسنۍ فیصدي لوړه کړو او له بلې خوا د ښځو د پیاوړتیا لپاره د اغیزمنو پروګرامونو په لاره اچولو سره د دوی رول لا پیاوړې کړو.

د ښځو نړیواله ورځ

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرسیتالې اغلی ناهید سرابي، د عوایدو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي، د یاد وزارت د اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي محمد خان دانشجو، د کابل ولایت مستوفي ټولو ښځو ته د دې ورځې د مبارکۍ ویلو تر څنګ د مالیې وزارت په ټولو برخو کې د ښځو د رول په ارزښت او د ښځو د وړتیا په لوړولو ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د ښځو نړیواله ورځ

همداشان په دې غونډه کې د مالیې وزارت بي وزلو ښځو څخه د ملاتړ په موخه وجهي صندوق په رسمي ډول پرانېستل شو او د غونډې په پای کې هغو ښځینه کارکوونکو ته چې په اړوندو چارو کې له ځانه وړتیا ښودلې وه ستاینلیکونه او د مالیې وزارت نورو ښځینه کارکوونکو ته د دې وزارت لخوا ډالۍ ورکړل شوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۳۲
Background image

د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د چنګاښ ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیي وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې او مسلکي کولو ترعنوان لاندې روزنیز پروګرام پيل شو.
پ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

د چنګاښ ۹مه ١٤٠٥ هـ.ل
 
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د (۱۴۴۸)هـ.ق کال د همغږۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۵۶
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۱۱) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د چنګاښ ۹مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS