د ګمرکونو لوی رئیس کندوز ولایت ته رسمي سفر وکړ!

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۵:۲۱
...............

 

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید د یوه پلاوي په مشرۍ کندوز ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته ئې د کندوز ګمرک د چارو د ارزوني تر څنګ د کندوز له والي مولوي نثار احمد نصرت او د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره جلا - جلا  وکتل.
د ګمرکونو لوی رئیس د کندوز ولایت د شېرخان بندر له سرحدي ګمرک څخه د لیدني پر مهال د یاد ګمرک مسؤلینو او کارکوونکو ته د همکارانو او اړوندو ادارو تر منځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو، پر خپل وخت سره د مراجعینو ستونزو ته د رسېدني او د سوداګریزو توکو د طی مراحلو د لا چټکتیا په برخو کي لازمي سپارښتني وکړې.
نوموړي د کندوز له والي سره په لیدنه کي د سوداګرۍ په لا ودي او د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو په اړه هر اړخیز بحث او خبري وکړې.
د ګمرکونو لوی رئیس په دې سفر کي د کندوز ولایت له یو شمېر سوداګرو سره هم وکتل، چي په دې کتنه کي نوموړي د سوداګرو ستونزي واورېدلې او د ژر حل کېدو ډاډ ئې ورکړ.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی رئیس له دې وړاندي هم بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي؛ څو د هیواد د ګمرکي چارو د ارزوني ترڅنګ د سوداګرو ستونزي هم له نږدې واوري او حل ئې کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS