د مالیې وزیر د بلخ په ګمرک کي د (۴۷.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو د تمځای جوړېدو پرانیستنه وکړه!
![..........](/sites/default/files/2024-01/whatsapp_image_2024-01-31_at_16.20.49.jpeg)
د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند، چي په رسمي سفر بلخ ولایت ته تللی د (۴۷.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت ئې د یاد ولایت په ګمرک کي د موټرونو د تمځای جوړېدو پرانیستنه وکړه.
په دې پرانیستغونډه کي، چي د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د بلخ ولایت د ګمرک رئیس، د دغه ولایت مستوفي، د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس او د یو شمېر سیمه ییزو ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی وو، د بلخ والي د سوداګرو د هڅوني تر څنګ وویل، چي د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ په هدایت ټولي ادارې مکلفي دي، چي په بېلابېلو برخو کي سوداګرو او پانګه والو ته لازمي اسانتیاوي چمتو کړي.
د مالیې وزیر وویل، چي زموږ هڅه دا ده، چي په هیواد کي د سوداګرۍ د لا ودي او سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو د چمتو کولو په موخه د هیواد په پاتي ګمرکونو کي هم ورته پروژې پیل کړو.
د ګمرکونو لوی رئیس د دې پروژې د تخنیکي معلوماتو د شریکولو تر څنګ وویل، چي د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کي دئ، چي د هیواد په ګمرکونو کي سوداګرو ته ټولي ممکني اسانتیاوي رامنځته کړي او موږ چمتو یو، چي شته امکاناتو ته په کتو د دوی ټولي غوښتني ومنو.
د بلخ ګمرک د موټرونو د تمځای پروژه په شاوخوا (۷.۵) جریبه ځمکه کي پلې کېږي، چي چاري به ئې تر راتلونکو (۷) میاشتو پوري بشپړي او تمځای به اساسي کانګریټ سي.
د یادوني وړ ده، چي د یادي پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.