د مرکز او ولایتي ګمرکونو د آرشیف کارکوونکو ته انلاین روزنیز پروګرام جوړ سو!

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۵:۱۶
..............

 

د بشري سرچینو ریاست له لوري او د ګمرکونو لوی ریاست په همکارۍ د ولایتي او مرکز ګمرکونو د آرشیف کارکوونکو ته انلاین روزنیز پروګرام جوړ سو.
په دې پروګرام کي، چي د درېیو ورځو لپاره به د مالیې وزارت په خیبرهال کي دوام وکړي، د اسنادو او اړیکو ریاست کارپوهان به د آرشیف، د آرشیف د ډولونو، د آرشیف د ارزښت، د ادارو لپاره د آرشیف د ګټو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړي.
د یادوني وړ ده، چي مالیې وزارت تل هڅه کړې، چي په خپلو اړوندو څانګو کي د حضوری او غیر حضوري یا انلاین روزنیزو پروګرامونو په ترسره کولو سره د کارکوونکو د مسلکي پوهي کچه لوړه کړي؛ تر څو هغوی وکولای سي، چي ورسپارل سوي دندي په غوره او اصولي بڼه پرمخ یوسي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۴۹
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو نوی معین معرفي شو

د زمري۱۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ حاجي نعمت الله حسن، چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل شوی وو، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

BACK TO NEWS