مالیې وزارت په ۱۴۰۲ کال کي د ازموینو د ازادو سیالیو له لاري وړ کسان پر دندو ګومارلي دي!
په (۱۴۰۲) مالي کال کي د مالیې وزارت له لوري په اړوندو تشو بستونو کي د مسلکي کسانو د ګومارني، کار اهل کار ته د سپارلو، د مسلکي کادرونو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو او د یوې تل پاتي مسلکي ادارې د جوړولو په موخه؛ د ازادو سیالو له لاري د ازموینو په پروسو کي نږدې (۶۰۰) کسانو ګډون کړی دئ.
د مالیې وزارت له لوري د ګومارني ټولي ازمویني د ټاکل سوو اصولو سره سم په بشپړي روڼتیا سره اخیستل سوي، چي له همدې لاري په (۱۴۰۲) مالي کال کي، د دغه وزارت اړوند بېلابېلو بستونو کي، څه باندي (۱۲۰) مسلکي کسان پر دندو ګومارل سوي دي.
د مالیې وزارت رهبري د دې وزارت د چارو مهموالي او مسلکیتوب ته په کتو هڅه کوي، چي د هیواد مسلکي، تجربه لرونکي او په کار پوه کادرونه د ازموینو د ازادو سیالیو له لاري په اړوندو بستونو کي پر دندو وګوماري او له همدې لاري ولس ته پر وخت غوره او شفاف خدمتونه وړاندي کړي
