د مالیې وزارت له لوري د تېري ادارې څخه پر نظام د پاتي پورونو د ورکړي لړۍ روانه ده!
د افغانستان اسلامي امارت له پرېکړي سره سم له تېري ادارې څخه پر دولتي ادارو د یو شمېر قراردادي شرکتونو، حکمي او حقیقي اشخاصو د پاتي طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو د پروسې له پیلولو را وروسته، تر اوسه پوري د (۳۰) ادارو طلبات، تضمینات او تأمینات تثبیت او تائید سوي دي.
د (۳۰) تثبیت سوو ادارو له ډلي څخه، چي کومو ادارو د خپلو حوالو راپور له مالیې وزارت سره شریک کړی وو، له تطبیقاتو وروسته ئې د طلباتو لس سلنه برخه ورکول سوې ده او د پاتي نورو ادارو د طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو پر تثبیت او تطبیقاتو کار روان دئ.
اوسمهال د ادارو د طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو د تثبیت او اجراء پروسه په نورمال ډول روانه ده او هغه ادارې، چي تثبیت سوي دي، له مالیې وزارت سره د خپلو حوالو د راپور له شریکولو وروسته ئې د طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو لس سلنه برخه ورکول کېږي.
د یادوني وړ ده، چي تثبیت سوي ادارې په لومړي سر کي د اړوندو حوالو راپور ترتیبوي او له مالیې وزارت سره ئې شریکوي، چي د مالیې وزارت له لوري د حوالو د تطبیقاتو وروسته ئې لس سلنه برخه ورکول کېږي.