د کندهار، هلمند او نیمروز په ولایتونو کي زیات قاچاقي درمل نیول سوي دي!

د کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو د ګرځنده څارني کارکوونکو د یادو ولایتونو په بېلابېلو سېمو کي (۷۸۶۰) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، چي قاچاقچیانو غوښتل په قاچاقي ډول ئې له ګاونډي هیواد څخه افغانستان ته راوړي، ونیول.
نیول سوي درمل د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.