د تورخم ګمرک کارکوونکو د یو شمېر نظامي تجهیزاتو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۴:۵۰
...........

 

د تورخم ګمرک د تشرېح برخي کارکوونکو د کریم عابد شرکت اړوند په یوې سوداګریزه محموله کي، چي سیمينټ پکښي بار ول (۱۰) میله بېلابېل ډوله تفانچې، (۲۱) عدده شاجورونه او یو عدد کنداغ، چي په ډېر مهارت سره ځای پر ځای سوي ول او قاچاقچیانو غوښتل، چي له ګاونډي هیواد څخه ئې افغانستان ته راوړي، کشف او ونیول.
د یادوني وړ ده، چي اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د ممنوعه او قاچاقي توکو څخه په جدي توګه څارنه کېږي او چاته اجازه نه ورکول کېږي، چي یاد توکي صادر او یا وارد کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د عوایدو لوی ریاست مسئولینو له مستوفیتونو سره انلاین ناسته وکړه

د غبرګولي ۳۱مه۱۴۰۵ هـ.ل

د عوایدو لوی ریاست د چارو د لا ښې همغږۍ، یوشانوالي او اغېزمنتیا په موخه د عوایدو د عملیاتي مرستیال په مشرۍ له ټولو مستوفیتونو سره آنلاین ناسته وکړه.
په دې ناسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۴۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د کورنیو او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته وکړه

د غبرګولي۳۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو. . .

BACK TO NEWS