د مالیې وزارت او د افغانستان بانک د مالي سیسټمونو د بیا نښلولو په موخه ناسته وسوه!

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۱:۳
..............



په رڼه توګه د ملي عوایدو د راټولولو، مالیه ورکونکو ته د لا اسانتیاوو رامنځته کولو او د ټولو اړینو لګښتونو او معاشونو د ښه او پر وخت اجرا کېدلو په موخه؛ د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر په مشرۍ او ددغه وزارت او د افغانستان بانک د سیسټمونو د مسؤلینو په ګډون، د دواړو ادارو د مالي سیسټمونو له سره د بیا نښلولو په موخه ناسته وسوه.
په دغه ګډه ناسته کي، د مالیې وزارت د افمس، سیکټاس او اسیکوډا سیسټمونو سره بیا ځلي، په ښه معیار او قوي ملاتړ د بین البانکي تادیاتو سیسټم او د افغانستان بانک د (APS) سیسټم د نښلولو په اړه خبري وسوې او پرېکړه وسوه؛ چي د یو لړ تخنیکي مسایلو له حل وروسته به یاد سیسټمونو سره ونښلول سي، چي ورسره به په ملي کچه په اړوندو برخو کي اړیني اسانتیاوي رامنځته سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS