د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو ته سفر وکړ!

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئيس انجنیر عبداللطیف خالد په مشرۍ د دې ریاست یوه پلاوي د چارو د کتني او ارزوني په موخه د بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو له مستوفیتونو او همدارنګه د کندوز او بدخشان ولایتونو له ګمرکونو څخه لیدنه وکړه.
د یادو ادارو مسؤلینو د جلا غونډو په ترڅ کي د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د اصلاحاتو د رامنځته کولو په برخه کي ئې د دې ریاست د هڅو ستاینه وکړه. ورپسې د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د غونډي ګډونوالو ته د اسلامي نظام د اهمیت، ښېګڼو او همداشان د پلټني د ارزښت او د پلاوي د سفر د اهدافو په اړه، چي د پخوانیو پلټنو په ترڅ کي د ورکړل سوو اصلاحي سپارښتنو د تطبیق تعقیب، د ادارو عمومي ارزونه او د یادو ادارو د مسؤلینو او کارکوونکو د ستونزو او غوښتنو اورېدل ول، خبري وکړې.
ښاغلي خالد د اړوندو ادارو له مسؤلینو او کارکوونکو څخه مننه وکړه، چي د وروستیو پلټنو ډېری سپارښتني ئې تطبیق کړي او په ورته مهال کي ئې له دوی څخه وغوښتل، چي د تل په څېر د پلټني سپارښتني په ټاکلي وخت تطبیق او له مرکز سره خپل راپور شریک کړي.
د دې ترڅنګ انجنیر عبداللطیف خالد د دغو ادارو له کارکوونکو او هري شعبې څخه په جلا توګه لیدنه وکړه، د هغوی کاري راپورونه، ستونزي او غوښتني ئې واورېدې او له اړونده مسئولینو سره ئې د حل په موخه لازمي لارښووني او مشورې شریکي کړې.
د یادوني وړ ده، چي د کورنۍ پلټني لوی رئیس د پورته ذکر سوو ادارو کارکوونکو ته ډاډ ورکړ، چي د دوی ستونزي او غوښتني به ډېر ژر د مالیې وزارت له رهبرۍ سره شریکي کړي.