د ګمرکونو لوی رئیس د پکتیا له والي سره پر ګمرکي مسایلو خبري وکړې!
![.........](/sites/default/files/2024-06/whatsapp_image_2024-06-01_at_20.45.09_1.jpeg)
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د یو پلاوي په مشرۍ پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کي، د دغه ولایت له والي الحاج ملا مهرالله حماد سره وکتل او په ګمرکي مسایلو ئې خبري وکړې.
په دغه کتنه کي، چي یو شمېر نورو ولایتي مسؤلینو هم حضور درلود، دواړو لوریو د پکتیا ګمرک په سته ستونزو او حل لارو، د ګمرکي فعالیتونو پر لا ښه والي، سوداګرو ته د لا اسانتیاوو په رامنځته کولو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبري وکړې.
د پکتیا والي تللي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د یادو ګمرکي موضوعاتو په برخه کي د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی رئیس به، په دې سفر کي د پکتیا ګمرک د چارو د ارزوني تر څنګ، د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره هم وګوري او د دوی ستونزي به له نږدې واوري؛ تر څو د حل په موخه ئې اړین اقدامات ترسره سي.