د فراه ولایت د ابو نصر فراهي ګمرک کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو!
د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ له لوري د (۱۴۰۳هـ.ل) کال له روزنیز پلان سره سم د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په لړ کي د ابو نصر فراهي ګمرک کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو د زده کړي او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د ګمرکي قوانینو، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بيي ټاکني، تعرفې او په نورو اړوندو برخو کي روزنیز پروګرام پیل سو.
دغه روزنیز پروګرام، چي دوې اوونۍ به دوام وکړي د یاد ګمرک د کارکوونکو مسلکي او مدیریتي اړتیاوي به بشپړي او شته ستونزي به ئې حل کړي.