د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ پلاوي د ۱۴۴۶ کال لومړۍ ناسته ترسره سوه!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۳:۴۷
............

د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۴۶ هـ.ق)کال د رهبرۍ پلاوي لومړنۍناسته د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ ترسره سوه.
 دغه ناسته، چي د عوايدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د عوایدو لوی ریاست ټولو رئیسانو، آمرینو او یو شمیر مستوفیانو ګډون پکښي کړی وو.
د عوایدو لوی رئيس حافظ مولوي شاه حسین حسیني، په خپلو خبرو کي وویل، چي ټول مسؤلین باید په کارونو کي اخلاص، شفافیت او له مراجعینو سره نېک چلند وکړي.
په دغه ناسته کي د روان مالي کال د عوایدو هدف ته د رسېدو په څرنګوالي او له ډاکټرانو څخه د مالیې  اخیستلو پر میکانیزم بحث او خبري وسوې.
د ناستي په پای کي ګډونوالو خپل نظرونه، وړاندیزونه او راتلونکي پلانونه سره شریک کړل او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS