د هرات ګمرک لسګونو کارکوونکو ته روزنه ورکول کېږي!

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۰:۵
..........

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د روزونکو له لوري د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په لړ کي د هرات ګمرک ریاست د تورغونډۍ سرحدی ګمرک (۱۲۰) تنو نویو ګمارل سويو کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو او قوانینو په تړاو روزنیز پروګرام پیل سو.
په دغه روزنیز پروګرام کي به د کارکوونکو د وړتیا لوړوني په موخه په عملي او نظري ډول د ګمرکونو قانون، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بيي ټاکني، تعرفې او ګمرکي اظهارلیکونو د ډکولو او د اسیکوډا سیسټم په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل سي.
یاد روزنیز پروګرام به (۱۵) ورځي دوام ولري او په څو بېلابېلو ټولګیو کي به د یاد ګمرک د کارکوونکو وړتیاوي لوړي کړای سي او ورسره به په اړوندو برخو کي لازمي اسانتیاوي هم ورته برابري سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د کورنیو او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته وکړه

د غبرګولي۳۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د مالیې وزیر هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسئولینو په ملتیا هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۹
Background image

په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

د غبرګولي ۲۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته. . .

BACK TO NEWS