تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۵:۲۷
..........

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د کندهار، فراه، نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابیلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۲۷۸۱۹) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۷۳۹۴) کیلو ګرامه درمل، (۹۴۱۵) کیلو ګرامه رُب، (۳۷۱۹) کیلو ګرامه ګوړه، (۱۰۰۰) کیلو ګرامه مالګه، (۳۲۸۸) کیلو ګرامه ملایي، (۹۹۴) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړي، (۵۵۹۲) کیلو ګرامه لوبیا، (۸۲۷) کیلو ګرامه شامپو، (۶۹۹) کیلو ګرامه تېزاب، (۴۲۰) کیلو ګرامه د ماشومانو وچي شیدې، (۵۹۴) کیلو ګرامه د خیاطي ماشین تېل، (۵۶۰) کیلو ګرامه تار، (۹۲۴) کیلو ګرامه یو وار مصرف لوښي، (۹۸۰) کیلو ګرامه اور زیاتوونکي مایع (۱۱۰۰) کیلو ګرامه ګیلاسونه، (۶۱۱) کیلو ګرامه بيسکوټ، (۴۰۰) کیلو ګرامه لواشک، (۴۹۸) کیلو ګرامه د لیمو اوبه، (۳۱۸) کیلو ګرامه رخت باب، (۳۰۱) کیلو ګرامه اچار او (۳۴) عدده موټرسایکلونه شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۴۹
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو نوی معین معرفي شو

د زمري۱۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ حاجي نعمت الله حسن، چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل شوی وو، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

BACK TO NEWS