د مستوفیتونو د سیسټم ۳۵تنه او د ګمرکونو د ټرانزیټ ۳۰ تنه کارکوونکو ته یو میاشتنی روزنیز پروګرام پیل سو!
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم د مستوفیتونو د سیسټم (۳۵) تنه کارکوونکو او د ولایتي ګمرکونو د ټرانزیټ (۳۰) تنه کارکوونکو ته د «مسلکي کولو» تر سرلیک لاندي یو میاشتنی روزنیز پروګرام د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي پیل سو.
په دې تړاو غونډه کي د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد د ګمرکونو لوی ریاست د سیسټمونو رئیس محمد سالم اریا خېل، د مالیې وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست د وړتیا لوړولو آمر مولوي همایون د عوایدو او ګمرکونو د ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي ګډون کړی وو.
په پرانیستي وینا کي ښاغلي همایون وویل، چي ورته روزنیز پروګرامونه د کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو له پاره ګټور دي او ټول مسئولین دي په خپلو چارو کي اصلاحي نیت ولري او د مالیاتي چارو په برخه کي د هر ډول بې عدالتۍ او فساد مخنیوی دي وکړي.
ورپسې ښاغلي سیف الخالد وویل، چي د الله ج رضا او د دغه هیواد شهیدانو، کونډو او یتیمانو د ارمانونو پوره کولو لپاره او دا چي مونږ ته یوه عظیمه آزموینه متوجه ده، باید په صداقت سره خپلي دندي ترسره کړو.
همداراز ښاغلي اریا خېل د سیسټمونو په ارزښت او اهمیت خبري وکړې او د نظام د پیاوړتیا لپاره ئې د عصري ټکنالوژۍ د استفاده کولو یادونه وکړه، چي د عوایدو د راټولو په برخه که خورا اغېزمن تمامېږي.
د یادولو ده، چي په دې پروګرام کي به د سیګټاس، اي فایلینګ ټایس سیسټمونو او د کاري پروسیجرونو تشرېح او همدارنګه د ولایتي ګمرکونو د ټرانزیټ کارکوونکو ته د ګمرکي قوانینو د اصلاحاتو، د کورني او بهرني ټرانزیټ د کړنلارو، د نړیوال ټرانسپورټ (TIR) د کړنلارو، د (WCO او WTO) سازمانونو د پېژندني، د کانټینرونو د کنټرول او توضېح، د نړیوال خونديتوب پروګرام (PGS) او اسیکوډا سیسټم په برخو کي روزنه ورکړل سي.