د تولید ودي ته د مالیې وزارت ځانګړې پاملرنه

د هیواد په کچه د هیواد د دولتي او خصوصي شرکتونو او لاسي صنایع د تولیداتو او سوداګریزو توکو نندارتونونه په کورنۍ او بهرنۍ کچه د سوداګرو او سیلانیانو پاملرنه ځان ته را جلبوي، چي دغه چاره د کورنیو تولیداتو په خاصه توګه د دولتي تولیدي شرکتونو په وده کي اغېزمن رول لري. اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو ترویج او لاسي صنایع د ودي په موخه په کابل کي ستر نندارتونونه ترسره کړل، چي د دولتي لوړ پوړو چارواکو په ګډون د کابل او شاوخوا ولایتونو اوسېدونکو، بهرنیو او کورنیو مېلمنو هم ګډون پکښي کړی وو. په دغه نندارتون کي د هیواد په کچه د دولتي او خصوصي تولیدي او سوداګریزو شرکتونو او لاسي صنایعو بېلابېل تولیدي او سوداګریز توکي نندارې ته وړاندي سول، چي موخه یې د کورنیو دولتي او خصوصي شرکتونو د تولیداتو د پېر او پلور رواجول او دغه تولیداتو ته په نړیواله او سیمه ایزه کچه د بازار موندنه وه.
 په دغه نندارتون کي د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو اړوند د صکوکو مطبعې او ضرابخانې دولتي شرکت، د پاسپورټ، پلېټ نمبر، ربړي، لایزري او ډبریني ټاپې، مهرونه، مډالونه، دولتي نښانونه، کانکور پاڼي، خوندي او غیر خوندي سندونه، امنیتي نښي، ګمرکي نښي، سندونه، سټکرونه او په لاس جوړو سوي مسکوکات، د سپین زر شرکت کاغذي دستمال، تشناب کاغذ، زغري غوړي او د پنبې دانې غوړيو تولیدات، د کابل سېلو ډوډۍ، ناشتو، کلچو، کیک او د کنځلو د ناشتو ډول ډول تولیدات، د لاسي صنایعو شرکت غالۍ، ګیلم، فرشونه، شیشه ګرۍ، منبت کارۍ، میناکارۍ، سفالونه، د لرګین او ربړین بېلابېلو لاسي صنایع او د افسوټر ټرانسپورټي دولتي شرکت خپل تولیدات، فعالیتونه او د خدمتونو بېلګي ننداري ته وړاندي کړي.
ګرانو هیواوالو ته بلنه ورکوو، چي خپلو کورنیو تولیداتو ته د ځانګړي پاملرني او د پېر پر مهال له بهرنیو تولیداتو څخه کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکئ او په دې سره له موږ او هیواد سره مرسته وکړئ، چي خپل تولیداتو موښه وده پیدا کړي او د بهرنیو بې کیفیتو څه خلاص سو. یو بل ته لاس ورکړو، د ځان بسیایني لپاره په یووالي او قوت کار وکړو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .