د مالیې وزیر لغمان ولایت ته سفر وکړ!

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۰:۵۴
...........


د سلواغې ۲۰مه ١٤٠٣هـ.ل
د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند، د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کي، د دغه وزارت د مالي او اداري سلاکار او د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ د رئیس په ملتیا لغمان ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په لړ کي د لغمان ولایت له مستوفیت او هلته د ملي بانک د ولایتي څانګي له چارو څخه د ليدني پرمهال؛ د عوایدو راټولولو بهیر، په لګښتونو کي د سپما اصل په نظر کي نیول او د بانکي خدمتونو چاري له نږدې وارزولې او د چارو د لا ښه والي په موخه ئې مسئولینو ته لازمي سپارښتني وکړې.
د مالیې وزیر او مل پلاوي د ولایتي مسئولینو پرمختګونه وستایل او د هغوی ستونزي ئې هم واورېدې، چي سته ستونزو ته د رسېدو په موخه د اصولي اجراآتو بشپړ ډاډ ورکړل سو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۴۹
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو نوی معین معرفي شو

د زمري۱۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ حاجي نعمت الله حسن، چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل شوی وو، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

BACK TO NEWS