د حیرتان ګمرک د موټرونو تمځای په اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل سو!

د سلواغې ۳۰مه ۱۴۰۳هـ.ل
د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د څه باندي (۴۹) میلیونه افغانیو په ارزښت د حیرتان په ګمرک کي د موټرونو تمځای جوړ او ګټي اخیستنې ته وسپارل سو.
د دې تمځای په (۴.۵) جریبه ځمکه کي په اساسي ډول کانکریټ اچونه سوې او په (۱۰جریبه او ۵۰۰) متره مربع ځمکه کي ژغل اچول سوی، چي په یوه وخت د شاوخوا (۱۳۰) بار وړونکو موټرونو د درېدو ظرفیت لري.
همدارانګه په دې تمځای کي د پلي تګ منظمي لارې، (۱۲۴۰) متره مربع زرغوني سیمي، (۱۹) دانې جذبي څاګانې، د روښنایې له پاره (۱۰) پایې د برېښنا ستنې او په بله ژغل اچول سوې برخه کي د موټرونو د تمځای له پاره د (۴۰۰) متره په اوږدوالي سره ډبرین دېوال هم شتون لري.
د موټرونو د یاد تمځای له جوړېدو سره به موټر چلوونکو، سوداګرو او د سوداګریزو توکو د تشرېح له پاره د ګمرک کارکوونکو ته ګڼي اسانتیاوي برابري سي.
د یادونې وړ ده، چي د یادي پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول سوې ده او چاري ئې په (۷) میاشتو کې د یوه افغاني شرکت له لوري بشپړي سوي دي.