د مرکز او ولایتي ګمرکونو کارکوونکو ته یو میاشتنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد!

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۱:۴۹
.............

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم د مرکز او ولایتي ګمرکونو (۳۷) تنه کارکوونکو ته د ګمرکونو او عوایدو په اکاډمۍ کي د «مسلکي کولو» تر سرلیک لاندي یو میاشتنی روزنیز پروګرام د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.
په دغه پروګرام کي د ګمرکونو لوی ریاست اړوند د قانون د تنفیذ رئیس محترم حافظ حضرت، د مالیې وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست د استخدام آمر مولوي نیاز محمد منصور، د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مدرس شیخ مولوي محمد مبین امیني، د عوایدو او ګمرکونو د ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او د یاد آمریت ښوونکو ګډون کړی وو.
 د غونډي په پرانیستي وینا کي د ګمرکونو لوی ریاست د قانون د تنفیذ رئیس حافظ حضرت ګډونوالو ته وویل، چي تاسي د ولس غوره خلک یاست او باید خپل مسٔولیتونه او دندې په ښه توګه ترسره کړئ، همدارنګه ولس پر تاسې نېک ګمان کړئ او مشرانو تاسې ته  دغه دنده درسپارلی؛ نو لازمه ده، چی دغه نېک ګمان ضایع نه کړئ.
وروسته بیا د مالیی وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مولوي شیخ محمد مبین امینی په خپلو خبرو کي د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د روزنیزو پروګرامونو له جوړېدو مننه وکړه او له فارغینو څخه ئې وغوښتل، چي خپل ځانونه په ښو اعمالو سمبال کړی او اړوند ولایاتونو کي د دعوت او ارشاد له شته آمریتونه سره پوره همکاري وکړئ.
ور پسې د مالیې وزارت د کارکونکو چارو ریاست د استخدام آمر مولوي نیاز محمد منصور هم په خپلو خبرو کي وویل، کومې زده کړې، چي کوئ تر خپلو نورو همکارانو ئې په سمه توګه ورسوئ او ترڅنګ ئې په خپلو ورځنیو چارو کي هم پلي کړئ.
د یادوني وړ ده، چي په دغه پروګرام کي د مرکز او ولایتي ګمرکونو د تشرېح او بررسۍ کارکوونکو ته د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمریت د مسلکي ښوونکو له لوري ګمرکي قوانین، طرزالعملونه، د ګمرکي اموالو تشرېح، ګمرکي بیه ټاکنه، ګمرکي بررسي، کورنی او بهرنی ټرانزیټ او اسیکوډا سیسټم تدریس سوي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۴۹
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو نوی معین معرفي شو

د زمري۱۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ حاجي نعمت الله حسن، چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل شوی وو، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

BACK TO NEWS