د چارو د لا همغږۍ او اغېزمنتیا په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته وسوه!
د غویي ۹مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت اداري معینیت د رهبرۍ ناسته د دغه وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ او مربوطه ادارو د رئیسانو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
د مالیې وزارت اداري معین مسئولینو ته د صادقانه کړنو سپارښتنه وکړه او زیاته ئې کړه، چي د نوي مالي کال له پیل سره مراجعینو ته باید په اړوندو برخو کي لا ډېري اسانتیاوي رامنځته او له ګډونوالو غوښتنه وسوه، چي د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د تنفیذ په تړاو د دعوت او ارشاد له ریاست سره اړینه همکاري وکړي.
همداراز اداري معین د یو شمېر (اداري او تدارکارتي) مسایلو په تړاو مسئولینو ته د جدي پاملرني، لا همغږۍ او اغېزمنتوب په تړاو هم سپارښتنه وکړه، چي وکولای سي د فعالیتونو د ښه والي سبب وګرځي.
