د ګمرکونو لوی رئیس د خوست له والي او د دې ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل!

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۱:۵۲
......


د غبرګولي ۶مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد، چي په رسمي سفر خوست ولایت ته تللی، د یاد ولایت له والي مولوي عبدالقيوم روحاني او یو شمېر سوداګرو سره په جلاجلا ډول وکتل.
د ګمرکونو لوی رئیس د خوست له والي سره په لیدنه کي په بېلابېلو برخو کي سوداګرو ته د اسانتیاوو پر رامنځته کېدو، د سته ستونزو پر حلولو، د ګمرکي عوایدو پر زیاتولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبري وکړې.
همدارنګه د ګمرکونو لوی رئیس د خوست ولایت له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کي د دوی سته ستونزي واورېدې او د ژر حلولو ډاډ ئې ورکړ.
د ګمرکونو لوی رئیس په دې سفر کي د خوست د محصولي ګمرک او د غلام خان ګمرک چاري هم له نږدې و ارزولې او د یادو ګمرکونو مسئولینو او کارکوونکو ته ئې په بېلابېلو برخو کي لازمي سپارښتني وکړې.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی رئیس به په دې سفر کي د پکتیا ګمرک د چارو د ارزوني په موخه یاد ولایت ته هم سفر وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۳۸
Background image

د یو شمېر مستوفيانو د اداري کړنو کلنۍ ارزونه وسوه

د وري ۲۷مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ د (۲۰) تنو مستوفيانو د اداري فعالیتونو د (۱۴۰۴) هـ.ل کال د کلنۍ ارزوني ناسته د عوایدو او ګمرکونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۸
Background image

د عوایدو لوی رئیس له مرکزي مالیاتي ادارو څخه لیدنه وکړه

د وري ۲۶مه ۱۴۰۵ هـ.ل 

د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، مالیه ورکوونکو ته د خدمتونو وړاندي کولو ریاست، د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست او د مالیه ورکوونکو د تشخیصیه نمبر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۶
Background image

د هیواد ۳۴ ولایتونو د املاکو مدیرانو ته انلان سیمینار جوړ سو


د وري ۲۵مه ۱۴۰۵ هـ.ل
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لوري د امارتي ځمکو او جایدادونو د اجارې په تړاو د نوي منظور سوي قانون پر اساس او د هیواد ټولو مستوفیتونو د املاکو برخي. . .

BACK TO NEWS