د روان مالي کال په لومړنۍ ربعه کي د ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وسوه!

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۶
.............


د چنګاښ ۲۸مه ۱۴۰۴هـ.ل 

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د روان (۱۴۰۴هـ.ل) مالي کال په لومړنۍ ربعه کي په ګمرکونو کي د تر سره سویو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد، د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو، آمرینو او د ویډیو کنفرانس له لاري د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین  د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو له صادقانه کړنو څخه مننه وکړه. نوموړي د بهرني ټرانزیټ، د تخلف د مخنیوي او د پرچون توکو په برخو کي د سته ستونزو یادونه وکړه او په دې اړه ئې د ګمرکونو مسؤلینو ته اړیني سپارښتني وکړې.
ورپسې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني ریاست له لوري د روان مالي کال په لومړنۍ ربعه او د همدې کال د غبرګولي په میاشت کي په ګمرکونو کي د تر سره سویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندي سو؛ په یاده موده کي د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه غونډي ته بشپړ معلومات وړاندي سول.
همدا رنګه د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل سول، چي د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل سو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS