د آقینې په ګمرک کي د شاوخوا (۷۳) میلیونه افغانیو په ارزښت ستري پروژې بشپړېدونکي دي!

د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست، چي د شاوخوا (۷۳،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د فاریاب ولایت د آقینې په ګمرک کي د چاپېره دېوال او ټاورونو، د ارشیف ودانۍ او د درې بابه استوګنیزو کورونو د جوړولو پروژې پیل کړي وې، بشپړېدو ته نږدې او چاري ئې (۹۰) سلنه مخته تللي دي.
د یادو پروژو په پلي کېدو سره به د سوداګریزو توکو او ګمرکي سندونو د خوندي ساتلو ترڅنګ سوداګرو، موټر چلوونکو او د ګمرک کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کي ګڼي اسانتیاوي رامنځته سي.
د دغو پروژو مالي لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او پاتي چاري به ئې هم ژر پای ته ورسېږي.