د مالیې وزیر د سوداګرۍ او پانګوني خوني له مسئولینو او د درملو را واردوونکو سوداګرو سره وکتل

syllab_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۳۳
..............

د لړم۲۵مه۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني د مدیره پلاوي له غړي خان جان الکوزي او هیواد ته د درملو را واردوونکو یو شمېر سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کي د پاکستان پر ځای پر بدیلو سوداګریزو لارو، له بدیلو لارو څخه د راواردېدونکو درملو له پاره په ګمرکي اسانتیاوو او د سوداګرو پر احتمالي ستونزو خبري وسوې.
د هیواد د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسئولینو او د درملو را واردوونکو سوداګرو، په ګمرکونو کي رامنځته سوي اسانتیاوي وستایلې او له بدیلو لارو څخه د سوداګریزو اموالو د پړاوونو ترسره کولو په برخه کي ئې د لا ډېرو اسانتیاوو او همکاریو غوښتنه وکړه.
د مالیې وزیر د هیواد د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسئولینو او د درملو راواردوونکو سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چي د تل په څېر به د دوی ملاتړ کوي او په اړوندو برخو کي به اسانتیاوي نوري هم زیاتي کړي او احتمالي ستونزي به ئې پر وخت ور حل کوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۳۳
Background image

د مالیې وزیر د سوداګرۍ او پانګوني خوني له مسئولینو او د درملو را واردوونکو سوداګرو سره وکتل

د لړم۲۵مه۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني د مدیره پلاوي له غړي خان جان الکوزي او هیواد ته د درملو را واردوونکو یو شمېر سوداګرو سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

له پاکستان څخه د را واردېدونکو درملو د محصول په تړاو د مالیې وزارت خبرتیا!

د لړم۲۲مه۱۴۰۴هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌ء اقتصادي معاونیت د هدایت پر بنسټ؛ د مالیې وزارت له (۱۴۴۷/۵/۲۱) نېټې څخه تر راتلونکو درېیو میاشتو پوري له پاکستان څخه را. . .

BACK TO NEWS