د مالیې وزارت مالي مرستیال د جاپان له شارژدافیر سره د دې هیواد د مرستو په ستراتېژۍ او روانو پروژو په پلي کېدو خبرې وکړې
د مالیې وزارت د مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد، په مشرۍ، په افغانستان کې د جاپان سفارت سرپرست او شارژدافیر ښاغلي کیچي هارا، د یوولسو وزارتونو مرستیالانو او خپلواکو ادارو رئیسانو په ګډون نن د غویي میاشتې په ۲۹ مه نېټه د جاپان د پراختیایي همکاریو (DCD) ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د دې هیواد له لوري په هغو پروژو چې کار یې جریان لري، د جاپان د مرستو په ستراتېژۍ او له افغانستان سره د دې هیواد په مرستو هر اړخیز بحث وشو.
د یادونې وړ ده، چې جاپان د افغانستان له سترو مرسته کوونکو هیوادونو دی او د کال ۳۷۰ میلیون امریکایي ډالره په بیلابیلو سکټورنو کې له افغانستان سره ژمنه او مرسته کوي.
