د افغانستان بیارغونې وجهي صندوق د مشرتابه کمېټې ناسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۳۰ - ۱۵:۳۴
ARTF

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس ښاغلي شبهام چوهدري، په ګډه مشرۍ او د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال ښاغلي هارتویګ شفر په شتون کې د افغانستان بیارغونې وجهي صندوق د مشرتابه کمېټې ناسته د غویي میاشتې په ۳۰ مه نېټه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وشوه.

په دې ناسته کې له افغانستان سره د ۱۹ مرسته کوونکو هیوادونو سفیرانو او استازو ګډون درلود او د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق په رول چې د څو مرسته کوونکو له خوا تمویلیږي او د نړیوال بانک لخوا اداره کيږي بحث وشو او د (۱۳۹۷-۱۳۹۹) کلونو لپاره یې د خپلو درې کلنو همکاریو او ستراتیژیو چوکاټ د پرمختګ ارزونه وکړه.

د افغانستان بیارغونې صندوق د افغانستان ملي بودیجې د ملاتړ ستره سرچینه او د افغانستان د ملي پراختیا د ستراتیژۍ پلي کوونکی ده. د دې صندوق له لارې د افغانستان حکومت له نړیوالو شریکانو سره د بیوزلۍ کمولو، د اړینو خدمتونو وړاندې کولو، د غیرنظامي بودیجې د عملیاتو د لګښتونو ساتلو او کلیدي اصلاحاتو په موخه کار کوي.

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په پرانیسته وینا کې د افغانستان بیارغونې صندوق د رول او ارزښت بیانولو ترڅنګ وویل: " د افغانستان بیارغونې وجهي صندوق د تاسیس له مودې تر دې دمه د افغانستان د ملاتړ یو کلیدی وسیله ده. حکومت دغه صندوق د یوه انعطاف پذیر میکانیزم او د افغانستان له لومړیتوبونو سره سم د پراختیایي اړتیاوو او تمویلوونکو د مرستو همغږي کولو تامین لپاره د وړ چوکاټ په توګه پېژني." نوموړي زیاته کړه: " د حکومت کلیدي موخه د عوایدو لوړېدو لپاره د پایداره کرنیز پروګرام پراختیا (ASAP)، د ځان بسیاینې بهیر ګړندی کول او په مرستو د تکیې را کمول دي.  وړیا مرستې به د ۲۰۲۰ کال او تر هغه ور ها خوا ۲۰۲۴ کال پوري دوام وکړي. د افغانستان بیارغونې وجهي صندوق تمویلوونکو له دوامداره مرستو ډېره مننه کوم."

د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال ښاغلي هارتویګ شفر په خپلو خبرو کې وویل:" د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق د افغانستان دولت د ملي بودیجې ستره او پایداره د تمویل سرچینه ده چې د ۳۴ مرسته کوونکو بنسټونو او هیوادونو په استازیتوب د نړیوال بانک له لوري اداره کیږي." نوموړي زیاته کړه "د افغانستان بیا رغونې صندوق د نړیوال بانک او د هغو هیوادنو لپاره چې جګړه او نا امنه دي د معلوماتو د تامینولو یو د باور وړ سرچینه ده." نوموړي د ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل : "د نړیوال بانک ګروپ د افغانستان خلکو د ثبات او ښې راتلوونکې لپاره د نورو پراختیایې همکارانو او ادارو سره په همغږۍ د افغانستان د دولت سره خپلو مالي همکاریو ته دوام ورکوي."

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس ښاغلي شبهام چوهدري د حکومت د لومړیتوبونو د پرمختګ او د ۲۰۲۰ کال څخه وروسته ځان بسیاینې ته د رسیدو لپاره د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو او همغږۍ په اړه معلومات ورکړل.

ARTF

په دې ناسته کې د صندوق رهبرۍ کمیټې غړو د همکاریو او مالي پروګرامونو له چوکاټ سره سم یو کلن فعالیتونه تایید کړل او د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق د تمویل په موخه یې د خپلو همکاریو او قوي مشارکت د دوام ژمنه وکړه.

********

د افغنستان بیارغونې صندوق او مالي همکاریو پروګرامونو چوکاټ: د افغانستان بیارغونې صندوق چې د ۳۴ هیوادونو او بنسټونو له لوري حمایه او د نړیوال بانک له لوري اداره کېږي، د یوې معتبرې مالې سرچینې په توګه حسابېږي. دغه صندوق د افغانستان دولت ملي بودیجې له لارې په پرختیایي او د اصلاحاتو لومړیتوبونه په برخه کې د افغانستان مالي ملاتړ کوي او د افغانستان تر ټولو ستر ملاتړ کوونکي په توګه شمېرل کېږي. د دې صندوق د مالي همکاریو پروګرام چوکاټ د افغانستان بیا رغونې صندوق له لارې د درې کلن ملاتړ درېیمه ستراتېژي ده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د آقینې په ګمرک کي د شاوخوا (۷۳) میلیونه افغانیو په ارزښت ستري پروژې بشپړېدونکي دي!

د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست، چي د شاوخوا (۷۳،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د فاریاب ولایت د آقینې په ګمرک کي د چاپېره دېوال او ټاورونو، د ارشیف ودانۍ او د درې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۵۷
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېري یوې اوونۍ کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۶:۴۰
Background image

د ابونصر فراهي، نیمروز او هرات ګمرکونو کارکوونکو له پاره دوهم روزنیز پروګرام پای ته ورسېد!


د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم؛ د فراه، نیمروز او هرات ولایت ګمرکونو (۳۰) تنو کارکوونکو له پاره یو میاشتنی روزنیز پروګرام پای. . .

BACK TO NEWS