د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي نږدې ۱۰۰ ټنه قاچاقي او بې کیفیته تېل له منځه یوړل سول!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۲:۳
............

د لېندۍ ۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي شاوخوا (۱۰۰) ټنه قاچاقي او بې کیفیته پټرول او ډیزل تېل ناکاره وښوودل سول او د محکمې د حکم له مخي د اړوندو با صلاحیته ادارو د استازو په حضور کي له منځه یوړل سول.
دغه تېل، چي په بېلابېلو وختونو کي د قاچاق کوونکو له لوري په سوداګریزو موټرونو کي په پټه افغانستان ته راوړل کېدل، د ګمرکي مسئولینو له لوري نیول سوي او له لابراتواري معاینې او تحلیل وروسته ئې د له منځه وړلو پرېکړه وسوه.
د یادوني وړ ده، چي  د هیواد په ګمرکونو کي ټول سوداګریز توکي په دقیق ډول کتل کېږي او هیڅ چا ته اجازه نه ور کول کېږي، چي بې کیفیته او ممنوعه توکي وارد او یا هم صادر کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS