د ننګرهار صنعتکارانو او سوداګرو ته د مالیاتو روزنیز پروګرام جوړ سو

syllab_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۵۲
..........

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د ننګرهار ولایت صنعتکارانو او سوداګرو ته د مالیاتو په اړه روزنیز پروګرام د یاد ولایت  مستوفیت د غونډو په تالار کي جوړ سو.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د ننګرهار ولایت مرستیال والي، د دغه ولایت مستوفي، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس او سلګونو سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی وو.
غونډي ته د ننګرهار مستوفي مولوي نور الحسن محسن پر وخت د مالیاتو د ورکړي پر ارزښت خبري وکړې. نوموړي وویل، چي “پر وخت د مالیې ورکړه د نظام د بقا له پاره ضروري ده.”
د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی په خپلو خبرو کي د اسلامي نظام پر ملاتړ ټینګار وکړ، نوموړي وویل، چي “ هر نظام د ولس له پاره د غوره خدمت له پاره ملاتړ ته اړتیا لري او په دې برخه کي ستاسو مسؤلیت پر وخت د مالیاتو ورکړه ده، چي په پایله کي به ئې اسلامي نظام ولس ته غوره عامه خدمتونه وړاندي کړي. “
د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس نداء محمد صدیقي د یاد سیمینار پر اهمیت، د مالیې وزارت پر کلیدي دندو او مسؤلیتونو او ملي بوديجې خبري وکړې. نوموړي وویل، چي “ملي بودیجه یوازي له داخلي عوایدو څخه تشکيلېږي. همدا ستاسو مالیات دي، چي په مټ ئې ولس ته عامه خدمات وړاندي کېږي.” 
په پای کي د عوایدو لوی ریاست له لوري په افغانستان کي د مالیاتو د ډولونو، د مالیه ورکوونکو مکلفیتونو، مالیاتي پروسيجرونو او په مالیاتو کي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د رامنځته سويو معافیتونو او تخفیفونو په اړه بشپړ معلومات وړاندي او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل سول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS