د هیواد د یو شمېر مستوفیتونو د غیرمالیاتي عوایدو د وضعیت ارزوني ناسته وسوه
د مرغومي ۲۳مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ د هیواد د (۱۳) مستوفیتونو د غیر مالیاتي عوایدو د وضعیت ارزولو په موخه پر لیکه (انلاین) بڼه ناسته وسوه.
د عوایدو لوی رئیس په پیل کي د غیر مالیاتي عوایدو او له مستوفيانو سره د انلاین ناستو د ارزښت په بیانولو سربېره، مسئولینو ته سپارښتنه وکړه؛ څو پر اړوندو کاري چارو دقیقه څارنه ولري، کارکوونکو ته لازمي مشورې ورکړي او د ستونزو په حل کي فعاله ونډه واخلي.
په دي ناسته کي د هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، فراه، فاریاب، کندوز، خوست، هلمند، غزني، بغلان، جوزجان او تخار مستوفیتونو د (۱۴۰۴هـ.ل) کال د تېرو اتو میاشتو (حمل ـ عقرب) پوري مودې، د غیرمالیاتي عوایدو د وضعیت او د عوایدو د اوسني وضعیت، عوایدي فرصتونو او ستونزو د حل په تړاو بشپړ معلومات وړاندي سول.
په پای کي د چارو د لا پرمختګ په موخه د ګډونوالو پوښتني، نظرونه او وړاندیزونه واورېدل سول او د لازمي همکارۍ ډاډ ورکړل سو.
