په تېرو درېیو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي
د سلواغې ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو درېیو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۱۱۵۵۱) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۳۴۳۳۵) کیلو ګرامه وریجي، (۴۱۳۰) کیلو ګرامه نوې البسه، (۴۷۴۰۰) کیلو ګرامه درمل، (۳۹۵۹) کیلو ګرامه رُب، (۸۵۰۵) کیلو ګرامه ملایي، (۱۱۳۶) کیلو ګرامه شامپو، (۱۵۰۰۰) کیلو ګرامه مالګه، (۲۵۸۳) کیلو ګرامه ټوکر، (۱۱۰۰) کیلو ګرامه اچار، (۸۵۰) کیلو ګرامه خرما، (۳۰۰) کیلو ګرامه پاکټي کوچ، (۴۴۰) کیلو ګرامه پنیر، (۱۵۰) کیلو ګرامه پلاسټیک، (۴۴۴) کیلو ګرامه د غاښونو کریم، (۳۹۶) کیلو ګرامه نخي تار، (۱۴۴) کیلو ګرامه جوس باب، (۱۷۶) کیلو ګرامه بیسکوټ، (۲۰۸) کیلو ګرامه شیدې، (۲۸) کیلو ګرامه د قیلون مواد، (۱۵) کیلو ګرامه عطر او (۲۰) کیلو ګرامه مالټې شاملي دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
