په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ
د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري بڼه وسوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو، آمرینو او د ویډیو کنفرانس له لاري د ولایتي ګمرکونو مسئولینو ګډون کړی وو.
په پیل کي د ګمرکونو لوی رئیس د خپلو خبرو په لړ کي د ټولو مسئولینو له هغو صادقانه کړنو څخه مننه وکړه، چې له کبله ئې ورځ تر بلي د هیواد د ګمرکونو چاري د ښه کېدو پر لور رواني دي.
وروسته بیا د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني ریاست له لوري په (۱۴۰۴) کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندي سو او همداراز په دې موده کي د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کي ترسره سوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه غونډي ته بشپړ معلومات وړاندي سول، چي په دې راپور کي د (۱۴۰۳) کال په پرتله په (۱۴۰۴) کال کي د ګمرکونو چاري (۱۱.۷) سلنه مثبتي وښودل سوې.
همدارنګه د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل سول، چي د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل سو.
