د یو شمېر بېلابیل ډوله موټرسایکلونو د لیلام په اړه د مالیې وزارت خبرتی
د کابل ګمرک ریاست په پام کې لري چې ۱۸۶۴ بېلابیل ډوله موټرسایکلونه د عام محضر او مختلط پلاوي په شتون کې لیلام کړي. هغه کسان چې د موټرسایکلونو د پیرلو هوډ لري کولی شي د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۵ مه نېټه د ورځې په لسو بجو په لیلام کې د ګډون په موخه د سرخي پله په سړک د کابل ګمرک ریاست ته راشي، تضمین اخیستل کیږي.