د کابل ولایت خصوصي روغتونونو د مالي برخي کارکوونکو ته د (E-filing) سیمینار جوړ شو

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۸:۳۳
...........

د چنګاښ۳مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د کابل ولایت د خصوصي روغتونونو د مالي برخې کارکوونکو ته د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کې د ابتدایي سنجونې، بررسۍ او د (  E-Filing) سیسټم د اغېزمنې کارونې په موخه یو ورځنی عملي سیمینار جوړ شو.
په دې سیمینار کې ګډونوالو ته د ابتدایي سنجونې، د (E-Filing) سیسټم له لارې د مالیاتي اظهارنامو د ډکولو، د کلني بیلانس چمتو کولو، د مالیاتو د تحصیل پروسو او بررسۍ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول. همدارنګه د ګډونوالو د لا زیات پوهاوي په موخه د اظهارنامو د ډکولو طریقه په عملي ډول ور وښودل شوه.
د یادونې ده، چې د مالیې وزارت له لوري به د مالیه ورکوونکو د پوهاوي او ظرفیت لوړولو په موخه دې ته ورته روزنیز پروګرامونه دوام ولري؛ څو مالیه ورکوونکي له خپلو مالیاتي مکلفیتونو، مسئولیتونو او د مالیې د تصفیې له پروسو څخه خبر او پرته له ستونزو خپل مالیات تصفیه کړي.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS