د عوایدو لوی ریاست دوو لوړپوړو بستونو ته نوي مسئولین معرفي شول
د چنګاښ ۴مه۱۴۰۵ هـ.ل
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د (۹۸) ګڼې حکم پر بنسټ پوهنیار نداء محمد صدیقي د عوایدو د تخنیکي مرستیال او پوهندوی غلام عمر عبدالله د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.
د دغو مسئولینو د معرفت غونډه د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه، چې د عوایدو او ګمرکونو معین، د عوایدو لوی رئیس، د معینیت مشاورینو، اړوندو رئیسانو او آمرینو ګډون پکې کړی وو.
په دې مراسمو کې د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د امارتي دندو د ارزښت او مسئولیت په اړه خبرې وکړې. نوموړي وویل، چې امارتي دندې امتیاز نه؛ بلکي امانت او دروند مسئولیت دی او ټینګار یې وکړ، چې مسئولین باید خپلو دندو ته د خدمت او ژمنتیا له نظره وګوري او د کاري بهیر د لا پرمختګ لپاره خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.
له غونډې وروسته نوي ټاکل شوي مسئولین خپلو اړوندو کاري شعبو ته ور وپېژندل شول او له اداري کارکوونکو سره یې د خپلو دندو د پیل په موخه لیدنې ترسره کړې.
د یادونې وړ ده، چې پوهنیار نداء محمد صدیقي تر دې وړاندې د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ د رئیس په توګه او پوهندوی غلام عمر عبدالله د ملي بودیجې د پلان او ریفورم د رئیس په توګه دندې ترسره کړې دي.
