د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه
د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې رسنيزې ناستې په ترڅ کې اعلان شول.
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند، د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د چارو ادارې رئیس شیخ الحدیث انورالحق انور، د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سید کریم هاشمي، د مالیې وزارت یو شمېر مسؤلینو، رئیسانو او د خصوصي سیکټور مسؤلینو ګډون کړی وو.
د مالیې وزیر د دې ناستې د پرانیستې وینا پر مهال وویل، له تېرو (۵) کلنو راهيسې، چې د افغانستان اسلامي امارت بیا واکمن شوی، د سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو او د مالیه ورکوونکو د ستونزو د کمولو په موخه (۱۳) ډوله معافیتونه او مالیاتي تخفیفونه وضع شوي، چې د نړۍ د هېوادونو په منځ کې بېساري دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، چې خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کول په اسلام کې یو اصل دی؛ له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د خصوصي سيکټور د ملاتړ او د پانګونې د هڅونې په موخه لاندې مالیاتي تخفیفونه په پام کې نیولي دي.
د حکمي اشخاصو (شرکتونو او روغتونونو) پر عوایدو مالیه له (۲۰) سلنې څخه (۱۰) سلنې ته راکښته شوې او د حقیقي اشخاصو د کلني عاید د معافیت کچه، چې پخوا (۶۰۰۰۰) افغانۍ وه، (۱۲۰۰۰۰)افغانیو ته لوړه شوې ده. همدارنګه، د منقولو او غیرمنقولو شتمنیو د انتقال مالیه له (۱) سلنې څخه (۰،۵) سلنې ته راټیټه شوې او د تېلو او ګازو د عمده پلور ثابته مالیه د هر ټن پر وړاندې (۵۰) افغانۍ ټاکل شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل، چې خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کول د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او په پام کې نیول شوي مالیاتي تخفیفونه کولای شي د عوایدو او کاري فرصتونو د زیاتوالي، د سوداګرۍ د پراختیا او د هېواد د اقتصادي ثبات لامل شي. نوموړي له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګهوالو وغوښتل، چې په هېواد کې دننه پانګونه وکړي.
د ا.ا.ا د چارو ادارې رئیس وویل، حکومتونه پر هغو مالیاتو ولاړ دي، چې د خلکو له خوا ورکول کېږي، او مالیات د حکومتونو په ټینګښت او بقا کې اساسي رول لري. نوموړي زیاته کړه، چې د مالیاتو راټولول د حکومت او خلکو ګډ مسئولیت دی او دواړه لوري باید دغه مسئولیت په سمه توګه ترسره کړي.
د عوایدو او ګمرکونو معین د اقتصادي ودې په برخه کې د حکومت او خلکو د رول په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، سره له دې چې ځینې سوداګریزې لارې تړلې وې، تېر کال زموږ سوداګري (۵) سلنه زیاته شوې ده. البته دا زیاتوالی د هغې روڼتیا او باور پایله ده، چې د حکومت او خلکو ترمنځ رامنځته شوی دی.
هغه همدارنګه وویل، هر څومره چې د مالیاتو په راټولولو او لګښتونو کې روڼتیا تأمین شي، په هماغه اندازه باور رامنځته کېږي او د حکومت او خلکو ترمنځ واټن کمېږي.
