د څار هيئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د درېیمه ناسته وکړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۴:۹
.........

د زمري ۸مه ۱۴۰۵هـ.ل
د څار هيئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د ۱۴۴۸ هجري قمري کال درېیمه ناسته د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د یادو اړوندو وزارتونو او ادارو د باصلاحیته استازو په ګډون د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.
په دې ناسته کې د تېري ناستي د پرېکړو د عملي کېدو بهیر وارزول شو او همدارنګه د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري سندونو د برېښنايي کېدو، د جوړو شویو نظامونو(سیسټمونو) د ارزونې، د کابل نړیوال هوايي ډګر د وارداتي انګړ د موضوع په ګډون د یو شمېر نورو اداري او تخنیکي موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړي ترسره شوې.
همدارنګه، د اړوندو ادارو مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې د ټاکل شویو پرېکړو د عملي کېدو بهیر چټک کړي، د ادارو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کړي او د ترسره شویو اقداماتو راپورونه د څار هیئت راتلونکو غونډو ته وړاندي کړي.
د ناستي په پای کي د ګډونوالو نظرونه، وړاندیزونه او غوښتني واورېدل شوې او د اړوندو موضوعاتو د لا ښه تطبیق او اغېزمنتیا لپاره لازمې لارښووني هم وشوې.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۴:۹
Background image

د څار هيئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د درېیمه ناسته وکړه

د زمري ۸مه ۱۴۰۵هـ.ل
د څار هيئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د ۱۴۴۸ هجري قمري کال درېیمه ناسته د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د یادو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۱۶
Background image

د مالیاتي شخړو د حل بورډ د چنګاښ په میاشت کې ۱۱ قضیو ته رسېدنه کړې ده

د زمري ۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ د ۱۴۰۵ هـ.ل کال په چنګاښ (سرطان) میاشت کې (۱۱) قضیو ته رسېدنه کړې ده، چې اکثریت معترضو مالیه ورکوونکو د بورډ پر تصامیمو قناعت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د تثبیت شویو متقاعدینو د حقوقو ورکولو لسم نوبتي مهالوېش

د نوبت اخیستنې لینک
-----
لینک اخذ نوبت
www.pension.af

BACK TO NEWS