د امارتي املاکو عمومي رئیس هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ
د زمري۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي رئیس، الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې نوموړي د درې واړو ولایتونو له محترمو مستوفیتونو او د امارتي املاکو له مسؤلینو سره جلا جلا لیدنې او کاري ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې د امارتي جایدادونو د مؤثر مدیریت، څارنې، ثبت او ساتنې، د عوایدو د زیاتوالي، د شفافیت د تأمین، د قانوني اجارې او د پانګونې د فرصتونو د پراختیا په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
د امارتي املاکو مسؤلینو د خپلو ترسره شویو فعالیتونو، لاسته راوړنو، د جایدادونو د اوسني وضعیت او شته ستونزو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د امارتي جایدادونو د ښه تنظیم، تثبیت، ثبت، ساتنې او مؤثرې استفادې په برخه کې یې خپل وړاندیزونه او طرحې شریکې کړې.
د امارتي املاکو عمومي رئیس د اړوندو مسؤلینو د هڅو او فعالیتونو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د امارتي جایدادونو قانوني ساتنې، دقیق ثبت او تثبیت، معیاري اجارې، شفافې داوطلبۍ او د عوایدو د راټولولو بهیر ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.
د امارتي املاکو عمومي رئیس همدا راز، د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو له یو شمېر امارتي جایدادونو څخه له نږدې کتنه وکړه، د هغوی اوسنی وضعیت یې و ارزاوه او د جایدادونو د ساتنې، تنظیم، مدیریت او مؤثرې استفادې په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
