د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس او مل پلاوي یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ
د وږې ۱۱ مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو د اورېدلو رئیس او مل پلاوي د مالیه ورکوونکو د عریضو او شکایتونو د څېړنې او د هغوی د ستونزو د اورېدلو په موخه کندوز، بلخ او سرپل ولایتونو ته سفر وکړ.
یاد پلاوي د درېیو عریضو د څېړنې په موخه، چې دوې یې د حکمي اشخاصو او یوه یې د حقیقي شخص اړوند وه، یادو ولایتونو ته سفر وکړ. د دغو عریضو موضوع د مالیه ورکوونکو له لوري د ټاکل شویو مالیاتو په اړه د اعتراض او د مالیې د اندازې د بیاکتنې غوښتنه وه.
د سفر پر مهال پلاوي د یادو عریضو او شکایتونو د څېړنې په موخه د اړوندو مستوفیتونو له مسؤلینو سره وکتل او د موضوع په اړه یې لازم معلومات او اسناد ترلاسه کړل. ورپسې یې له عریضهکوونکو سره لیدنه وکړه، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدلې او د مطرح شویو موضوعاتو د لا روښانتیا په موخه یې لازمې څېړنې او ارزونې ترسره کړې.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مالیهورکوونکو د شکایتونو د اورېدلو، د هغوی د ستونزو د قانوني او عادلانه حل او د مالیاتي چارو د لا ښه تنظیم په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
