د افغانستان او ازبکستان تر منځ په لومړني بین الحکومتي کمېسیون کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په زیاتوالي ټینګار وکړ

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۷ - ۱۱:۷
خبر

د افغانستان او ازبکستان تر منځ لومړنی بین الحکومتي ګډ کمېسیون د چنګاښ میاشتې په ۲۶ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پرفیسور محمد همایون قیومي او د ازبکستان د لومړي وزیر سلاکار ښاغلي نادر بیک آتاجانوف، په ګډه مشرۍ د دواړوهیوادونو د بیلابیلو دولتي ادارو د استازو په ګډون د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې جوړ شو.

خبر

په دې ناستو کې ګډو کاري ګروپونو د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په لا ودې او پیاوړتیا، د ازبکستان له خاورې څخه د افغانستان د سوداګریزو توکو د لیږد لپاره د ترانزیټي ستونزو په حلولو، په اقتصادي او سوداګرۍ برخه کې د همکاریو د هغو هوکړه لیکونو په پلي کیدو چې پخوا د دواړو هیوادونو له لوري لاسلیک شوي وو، په ترانسپورټي، ریل پټلۍ او ترانزیټي دوه اړخیزو همکاریو، د ازبکستان له لوري افغان موټر چلوونکو ته د ویزو د ورکړې په اسانتیاوو، د تیر(TIR) سیستم له لارې د دواړو هیوادونو تر منځ د انتقالاتو حجم په زیاتولو، د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې په زیاتوالي، د کانونو، پترولیم، نفت او ګازو په برخه کې په همکاریو، د حکومت په حکومت میکانیزم له لارې د اوبلن ګازو په پیر او پلور، د الکترونیکي حکومتولۍ څخه د ګټې اخیستنې په ګډون په مخابراتي همکاریو، د برښنا انرژۍ، کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ په برخو کې په دوه اړخیزو همکاریو او د ازبکستان د پنبې پروسس د شرکتونو له لوري له افغانستان څخه د خامې پنبې په تورید بحث او مفصلې خبرې وکړې.

په پای کې د اقتصادي او سوداګرۍ همکاریو پروتوکول چې یاد شوي موضوعات په کې شامل وو، د دواړو هیوادونو د تخنیکي ټیمونو له لوري له نهایې کولو وروسته د افغانستان او ازبکستان له لوري لاسلیک شو.

خبر

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ دویم بین الحکومتي ګډ کمېسیون به په کابل کې جوړ شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونه پیل سول

د غويي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د «ظرفیت لوړوني او مسلکي کولو» تر عنوان لاندي دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د امارتي املاکو لوی رئیس کندهار ولایت ته سفر وکړ

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دغه ولایت له مستوفي او د املاکو له مسئولینو سره ولیدل.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۱
Background image

د فراه ګمرک کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د فراه ګمرک د بېلابېلو برخو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو.
په دغه پروګرام کي ګډونوالو ته د. . .

BACK TO NEWS