د مالیې وزارت سرپرست: په ټول هیواد کې به شته امکاناتو او د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره د خلکو ستونزو او د پراختیایې پروژو پلي کیدو ته رسیدنه وشي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۱۶:۲۵
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د چنګاښ میاشتې په ۲۹ مه نېټه په ولسي جرګه کې د کندز، تخار، سمنګان، فراه، غور، بادغیس او هرات ولایتونو له استازو سره په جلاجلا توګه وکتل.

په دې کتنو کې د ولسي جرګې استازو په خپلو اړوندو ولایتونو کې د خلکو ستونزې، د ټولګټو پروژو پلي کېدل، د هغو پروژو د کار چټکوالی چې د پلي کیدو په حال کې دي، په دولتي ادارو په ځانګړې توګه د مالیې وزارت په اړوندو ادارو کې د لوړو زده کړو او وړتیا لرونکو ځوانانو ګمارنه او یو شمېر نور اړوند مسایل د مالیې وزارت له سرپرست سره شریک کړل.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست شته امکاناتو او د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره د خلکو ستونزو ته د رسیدنې او د پروژو د پلي کیدو په اړه دوی ته ډاډ ورکړ. همداشان د لوړو زده کړو درلودونکو ځوانانو د ګمارنې په اړه یې وویل، چې مالیې وزارت په پام کې لري څو په تدریجي ډول د دې وزارت تش او بې سیالۍ بستونو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون سره په همغږۍ ازادې سیالۍ ته ورکړي. مالیې وزارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د افغانستان ټول قومونه کولی شي دلته خپل ځان پیدا کړي. په دې اساس د لوړو زده کړو او وړتیا لرونکي ځوانان کولی شي په ازاده سیالۍ کې ګډون وکړي او د دې سیالۍ د پروسې له تر سره کولو وروسته به د مالیې وزارت په اړوندو ادارو کې وګمارل شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۶:۱۸
Background image

له مالیې وزارت څخه د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي د محصلینو علمي لیدنه

د غویي۱۶مه۱۴۰۵ هـ.ل
د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي محصلینو، د یو شمېر استادانو په ملتیا د «علمي سیر» تر عنوان لاندي له مالیې وزارت څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې موخه د دې وزارت له بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ یوولسمه ناسته وشوه

د غویي۱۵مه١٤٠٥ هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د اداري چارو د یوشان پرمخ. . .

BACK TO NEWS