په لومړي ځل د سپین بولدک په ګمرک کي ډیجیټلي تله فعاله سوه

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۰ - ۱۲:۰
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په لومړي ځل د کندهار ولایت د سپین بولدک په ګمرک کي ډیجیټلي تله فعاله او ګټي اخیستني ته وسپارله.

یاده ډیجیټلي تله د باوړونکو موټرو وزن او نمبر پلیټ په اتومات ډول ثبتوي او اسیکوډا سیستم ته یي استوي، چي له دې سره به د ملي عوایدو له ضایع کېدو او اضافه وزن څخه مخنیوی وسي.

د یادوني وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هیواد په پنځو ګمرکونو (تورخم، حیرتان، اقینه، سپین بولدک او ډنډپټان) کې ډیجیټلي تلی فعاله سوي او په پنځو نورو ګمرکونو کي به هم ژر فعاله سي.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۵:۴۸
Background image

د کابل نړیوال هوایي ډګر ګمرک او د کابل ګمرک ویجاړي سوي برخي بیا رغول کېږي!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د څه باندي (۵،۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل نړیوال هوایي ډګر ګمرک او د کابل ګمرک د ارشیف الماریو، اداري ودانیو او هنګرونو د بیارغولو چاري پیل کړې.. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د هرات ګمرک کارکوونکو ته له ګمرکي چارو سره د بلدتیا په موخه روزنیز پروګرام پیل سو!

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د روزونکو له لوري د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کي د هرات ګمرک ریاست (۲۶) تنو  کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو او قوانینو په اړه روزنیز. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۴:۲۸
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یو ځل بیا قاچاقي توکي نیول سوي دي!

 

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي یو ځل بیا په زیاته کچه قاچاقي توکي نیولي. . .

BACK TO NEWS